د افغانستان مشرانو جرګې پریکړه وکړه چې په سعودي عربستان کې د افغان کارګرو د ستونزو په خاطر به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست خپلې غونډي ته د پوښتنو لپاره ور وغواړي.
د دې جرګې د نن ورځي د عمومي غونډي په یوه برخه کې پر دې ستونزه خبرې وشوې او ځینو سناتورانو په سعودي کې د افغان کارګرو پر ستونزو اندېښنه وښووله.
د سناتورانو په خبره، سعودي عربستان پرېکړه کړې، چې شا او خوا درې سوه افغان کارکوونکي به ځکه له خپل هیواده وباسي، چې په اسنادو کې یې ستونزي شته.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري مشال راډیو ته وویل، چې ددې ستونزي د حل لپاره به سعودي ته ولاړ شي.