ګڼ پاکستانیان له ډاره د ډرون ملاتړ نه کوي

اې ایف پي د وزیرستان د یو اوسیدونکي لخوا لیکې، که څوک د ډرون بریدونو حمایت کوي، نو د وسلوالو لخوا پر دې تور په نښه کیږي، چې د امریکا مرسته کوي.

اې ایف پي خبري اژانس لیکي، که څه هم د پاکستان حکومت د ډرون بریدونو مخالفت کوي، خو د پاکستان د ولس یوه لویه برخه یې په حمایت کې ده، چې پکې د قبایلې سیمو اوسیدونکې هم شامل دي، خو د طالبانو د دړکو له وجې څه نشي ویلای.


د پاکستان په قبایلې سیمو کې د امریکا لخوا ډرون بریدونه د ۲۰۰۴م کال وروستو کیږي، چې پکې د القاعده او طالبانو یو شمېر غړي په نښه شوې دي.

پاکستان د دغه بریدونو پر دې هم مخالفت کوي، چې دغه یې د هیواد د خپلواکۍ خلاف دي، او عام ولس داسې فکر کوي، په ډرون حملو کې بې ګنا خلک هم په نښه کیږي.

اې ایف پي لیکې، په قبایلې سیمو کې که څوک د ډرون حملو حمایت خبره کوي، نو د وسلوالو لخوا تښتول کیږي، ځکه څوک په دې اړه له خبرو ډډه کوي. اې ایف پي د وزیرستان د یو اوسیدونکي لخوا لیکې، که څوک د ډرون بریدونو حمایت کوي، نو د وسلوالو لخوا پر دې تور په نښه کیږي، چې د امریکا مرسته کوي. او اکثره په تیرو وختونو کې داسې خلک وژل شوي هم دي، چې ورسره یو خط لیکل شوی وي، چې دغه کس یې د امریکا لپاره د جاسوسۍ په تور کې وواژه، نو په داسې حالاتو کې به څوک څنګه خبره وکړي.

د وزیرستان دغه اوسېدونکي اې ایف پي ته دا هم وایي ده پخپله هم داسې یو شمیر مړي لیدلي ، چې په دې تور د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

په نړۍ کې په هېڅ یوه سیمه د سي ای اې ډرون بریدونو نه ده په نښه کړې لکه څومره چې یې د پاکستان قبایلي سیمې ویشتلې دي، په وروستیو کې هم په داسې یوه ډرون حمله کې د طالبانو مشر حکیم الله مسود ووژل شو. دغې سیمې ته نه خو غیرملکې خبریالان تللای شي، او نه د بشري حقونو ادارې، چې دا مالومه کړي، په ډرون حملو کې څومره عام خلک وژل شوي دي.

په ۲۰۱۰م کال کې څېړنیزې ادارې نیو امریکا فاونډیشن په خپله یوه سروې کې دا ویلې ول، په قبایلې سیمو کې په پنځو کې تر یو زیات خلک د ډرون حملو په حق کې دي، خو ای ایف پي د یو شمیر څیړونکو سره د مرکو وروستو وایې اوس په دغه هیواد کې د ډرون حملو حمایت زیات شوی دی.