مدني ټولنې: نړېوال سازمانونه دې د افغان کډوالو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي

د مدني ټولنې یو شمېرغړي له ملي او نړېوالو سازمانونو نه غواړي، څوپه بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.


دوی وایي، هغه افغانان چې د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته تللي باید بیرته را ونه ایستل شي.

د مدني ټولنې یوې فعالې زهرا سپهر نن چارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ افغانان په خپل هېواد کې د کار د نشتوالی له امله بهرنیو هیوادونو ته د کار لپاره ځي.