د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو وروستی لست نن خپورکړ.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي نن د چارشنبې په ورځ په یوه خبرې غونډه کې وویل چې د شکایتونو ترڅیړنو وروسته د ولسمشرۍ کاندیدانو له لومړني لست څخه ویستل شوی کاندید داوود سلطانزوی بیرته په وروستي لست کې شامل شو.
نوموړي وویل چې په دې لست کې به نور بدلون نه راځي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتوله لومړني لست نه شپاړس تنه ایستلي وو .
د انتخاباتي شکایتون کمیسیون پرون وویل چې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانوله لست څخه څلویښت تنه لري شوي خو شپږ اویا نور په دې لست کې بیرته شامل شویدي.