پاکستان پرون د سېشنبې پر ورځ د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر د سلاکار ملا عبدالاحد جهانګيروال په ګډون درې طالب مشران له زندانه خوشې کړي دي.
د پاکستان امنيتي چارواکي وايي، چې دا مشران يې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره کړی.
دا لا نه ده معلومه چې دا کسان افغانستان ته سپارل شوي او که بل چيرته پريښودل شوي؟ افغان چارواکو تر دې مخکې له پاکستانه د خوشي کيدونکو افغان طالبانو په اړه ويلي چې د اسلام اباد اکثره پريښي کسان بيرته د وسله والو سره يو ځای شوي او پکار ده دا کسان کابل ته وسپارل شي.
بلخوا پرون افغان ولسمشر مشال ريډيو ته وويل چې په راتلونکي هفته کې د پاکستان وزيراعظم کابل ته ورځي چې دوی به ورسره د سولې په روانوهڅو په اړه خبرې وکړي.