د خوست او غلام خان بندر ترمنځ ۲۵ کیلومتره سړک د امریکا د پوځ د انجینرۍ د ګروپ په مرسته بیارغول کېږي.
دا لویه لاره چې شاوخوا اته کاله مخکې د امریکا پوځ جوړه کړې وه، د ډېر تګ راتګ له کبله سخته زیانمنه شوې وه او اوس دا دی د امریکايي ځواکونو په مالي لګښت بیارغول کېږي.
د دې سړک پر جوړولو یوولس میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي او تمه ده چې چارې به یې په اولسو میاشتو کې بشپړې شي.
د خوست چارواکي د غلام خان بندرلاره چې د شمالي وزیرستان له میرانشاه سیمې څخه تیریږي د هېواد په کچه یوه مهمه اقتصادي او مواصلاتي لار بولي.
د غلام خان بندر لاره د افغانستان له هغو مهمو لویو لارو څخه ده چې د پاکستان ستر ښار کراچۍ ته د نورو لویو لارو په پرتله نژدې څلور سوه کیلومتره لنډه ده.