'د سوریې د سولې کنفرانس له ایران سره ناکامه شوې'


د شام د بحران لپاره د ملګروملتونو او عربي اتحادیې استازی وایي؛ په دې اړه چې ایا ایران د جنورۍ په ۲۲ د سوریې په اړه د جینوا دوه کنفرانس کې ګډون وکړي او که نه؟ خبرې اترې ناکامه شوې.


لخضر ابراهیمي دا څرګندونې پرون د جعمې پر ورځ په جینوا کې د امریکا او روسیې استازیو سره له خبرو وروسته وکړې. دوی دغه راز د امنیت شورا د درېیو نورو دایمي غړیو او د سوریې د ګاونډیانو له استازیو سره هم وکتل.

ابراهیمي وویل، سعودي عربستان په هغه لست کې شامل دی چې؛ شاوخوا دیرش هیوادونو ته د سوریې په اړه کنفرانس کې بلنه ورکړل شوې؛ خو د ایران د ګډون په اړه چې ایا دابه سم کاروي، د امریکا قناعت تراوسه نه دی حاصل شوی.

په سوریه کې د سولې د کنفرانس د جوړېدو لپاره مخکینۍ هڅې وروسته له هغې ناکامه شوې؛ چې په دې اړه چې څوک به د سوریې د حکومت او اپوزیسون استازیتوب کوي او کوم سیمه ییز قدرتونه به په کنفرانس کې ګډون کوي؛ اختلافات راپورته شول.