طلعت مسعود وايي، د ملي امنیت په اړه د کابینې کمېټي جوړېدل هم ښه ګام وو او دا تمه کېدای شي چې دا کمېټي به ژر خپل دفتر ولري او د پلان کمېټي او مشاوران به ولري چې د هیواد دفاع او امنیت په اړه حکومت ته مشورې ورکړي.
پخوانی جنرال او د دفاعي چارو شنونکی طلعت مسعود لیکي، په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې یو ملکي حکومت بل هغه ته واک وسپاره، نوی ولسمشر وټاکل شو، د پوځ مشري نوي جنرال ته وسپارل شوه او د سترې محکمې مشر قاضي هم خپله دنده پای ته ورسوله. د ده په خبره، دا ټول کارونه په ارامه وشول او دا مثبت پرمختګونه دي.
طلعت مسعود وايي، د ملي امنیت په اړه د کابینې کمېټي جوړېدل هم ښه ګام وو او دا تمه کېدای شي چې دا کمېټي به ژر خپل دفتر ولري او د پلان کمېټي او مشاوران به ولري چې د هیواد دفاع او امنیت په اړه حکومت ته مشورې ورکړي.
په لیکنه کې راغلي، د کابیني ملي امنیت په کمېټۍ کې د هیواد مهم ځواکمن کسان شامل دي خو دوی باید په خاصو وقفو له یو بل سره وګوري ځکه چې پاکستان له لویو امنیتي، بهرنیو او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی.
د وزیر اعظم نواز شریف دا ګام هم ښه پرمختګ وو چې باید د ملي امنیت ستراتیژي او د امنیت تګلاره جوړه کړل شي.
طلعت مسعود وايي، پاکستان له مختلفو ګواښونو سره مخامخ دی. په قبایلي سیمو کې وسله وال یاغیان دي، د هیواد غربي پوله نا ارامه ده، ترهګري موجوده ده، په بلوچستان کې وسله واله مبارزه روانه ده، په کراچۍ کې لاقانونیت دی، په هیواد کې فرقه ییز تاوتریخوالی کېږي او پر مشرقي پوله هم پخوانی خطر یانې هند موجود دی.
د پخواني جنرال طلعت مسعود په خبره، دې هر ګواښ ته مختلف ځواب او غبرګون په کار دی.
د امنیت په پېچلو حالاتو کې باید حکومت د امنیت جامع تګلاره جوړه کړي. داسې تګلاره چې د ټولو ګواښونو مخنیوی وکړای شي. د دې ګواښونو مخنیوي لپاره د قوت له کارونې علاوه، د دولت په سطح د واک ځینو څانګو ته هم باید پام وشي.
د مسعود په خبره، په تېرو کلونو کې د ګواښونو نوعیت بدل شوی دی خو د پاکستان تنظیمي جوړښتونه او تګلارې له نویو حقایقو سره په ورو، ورو ورسمېږي یا تعدیلېږي.
دی وايي، که د پاکستان ملکي او پوځي واکداران لا هم د وسله والو او جهادیانو ملاتړ کوي نو دوی به د هیواد دننه ګواښونه زېږوي او له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره به یې اړیکي خراب وي.
په لیکنه کې راغلي، د کابیني ملي امنیت کمېټي باید ژر د شمالي وزیرستان وسله والو په اړه پرېکړه وکړي. د لیکوال په اند، وخت راغلی دی چې باید د وسله والو ډلو پر هغو فعالیتونو هم سترګې پټې نه شي چې هغه د پاکستان ضد نه وي.
طلعت مسعود زیاتوي، دا اړینه ده چې اوس پوځي او سیاسي مشران په مجموعي ډول همنظره پاتې شي او د نوې نړۍ له دود سره سم، له هیوادونو سره اقتصادي، کاروباري او فرهنګي اړیکي ټینګ کړي.