دایران او پاکستان ترمنځ د ګیسو دنل لیکې پروژه اوس ممکنه ښکاري


د نيشنل انټرسټ نومې مجلې په ليکنه کې راغلي، د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د دې هېواد او د نړۍ د شپږو قدرتونو تر مينځ د يوې معاهدې له رامنځ ته کېدلو وروسته هيلې پيدا شوي چې د ايران او پاکستان تر منځ د ګيس پايپ لاين پروژه، چې تر ډېره وخته وځنډېده، به اخرکار مکمله شي.

د پاکستان حکومت انګيري چې ګنې پر ايران د نړيوالو بنديزونو په نرمېدلو سره به وکولای شي د دې پروژې د پاکستان د برخې کارونو بشپړولو لپاره نړيوال پانګه وال پيدا کړي.

ايران ويلي ول چې د دې پروژې د انجيرنګ او ساختماني کارونو لپاره به پاکستان ته ۵۰۰ ملينه ډالر قرضه ورکړي، خو په دې وروستيو کې يې خپله دغه خبره بيرته واپس واخيسته.

د مجلې له ليکنې سره سم، په پاکستاني ميډيا کې دا خبره په زور او شور سره کيږي چې د پاکستان د توانايۍ بحران ختمولو لپاره له ايران سره د دې هېواد د ګيس پايپ لاين منصوبه ډېره د ارزښت وړ ده، خو زياتوي چې د امريکا او سعودي د فشارونو له وجې د پاکستان وزيراعظم دغه پروژه پر ځای درولې ده.

مجله کاږي، نواز شريف خپلو هېوادوالو ته نه وايي چې له ايران سره د ګيس نل ليکې د پروژې پر مخ بيولو کې له کومو ستونزو سره مخامخ دی.

مجله وړاندې ليکي، له ايران سره د ترکيې له ورته يوه معاملې سبق اخيستل کېدای شي، چې دغه هېواد څه رنګه په سوداګريزه اړيکو کې بې اعتباره پاتې شوی دی.