په پیښور کې د واپډی د محکمی د کارکوونکو ټولنې آل پاکستان هائیډرو الیکټرک ورکرز یونین په سلګونو کسانو په پاکستان کې د نجکارۍ پر ضد مظاهره ترسره کړې ده.
په پیښور کې د واپډی د محکمی د کارکوونکو ټولنې آل پاکستان هائیډرو الیکټرک ورکرز یونین په سلګونو کسانو په پاکستان کې د نجکارۍ پر ضد مظاهره ترسره کړې ده.
دوی وايي،چې د نجکارۍ له وجې دوی دا اندیښنه لري چې بې روزګاره شي او د حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د واپډا پشمول د نورو محکمو نجکارۍ دې نه کیږی.
په پاکستان کې د دې نه وړاندې هم ځنیې سرکاري محکمې د مالي خسارو له وجې په شخصي شرکتونو خرڅې کړې شوي دي خو پښتنه داده چې ایا دال رقم مظاهرې په پاکستان کې د نجکارۍ مخه ونیسي او که نه د دې پښتنې په ځواب کې د اقتصادي چارو کارپوه ریاض داودزئ مشال راډیو ته وویل:
((لکه څنګه چې د دې نه وړاندې په پاکستان کې د ټیلیفون د محکمی د نجکارۍ په لړ کې یو مالي پیکیج تیار کړی شوی وو یا د نورو محکمو د نجکارۍ په لړ کې د ملازمینو لپاره مالي پیکیجونه وو او هغه محکمې شخصي شرکتونو ته ورکړې ده، نو د دې ملازمینو لپاره به هم د پیسو د نړیوال صندوق په صلاح مشوره یو مالي پیکیج تیاریږي، خو زما په اند که چیرې حکومت په اصولي توګه د محکمی د نجکارۍ فیصله وکړی او د پیسو د نړیوال صندوق آئی ایم ایف سره صلاح مشوره وشي نو زما په خیال چې دا رقم مظاهری به د دی مخه ونیسي))
د یادونې وړ ده چې پاکستان په دی روستیو کې د پیسو د نړیوال صندوق آئی ایم ایف نه د روستۍ پنځه اربه ډالرو د قرضې اغستلو په شرطونو کې د آئی ایم ایف سره منلی وو چې هغه محکمی چې په اقتصادي توګه په خساره کې روانې دي شخصي شرکتونو به يې خرڅوي او په دغه محکمو کې د واپډی ترسنګ د پی آئی ای او پاکستان سټیل میل ځنې څانګې هم شاملي دي.