په خیبر ایجنسۍ کې یوې چاودنې نهه کسان وژلي دي.

خيبر ايجنسۍ کې چارواکي وايي چې نن تيرا کې په يوه چاودنه کې نهه کسان وژل شوي دي.

د تيرا پوليټيکل تحصیلدار ارشد خان مشال راډيو ته وويل چې نن غرمه د اکاخيلو په درس جمات سيمه کې په شوې دې چاودنه کې د نهوکسانو د وژل کيدو تر څنګ څلور نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د ارشد خان په وينا چاودنه په حجره کې د پرتې يوې پخوانۍ مارټر ګولۍ د چاوديدو له وجې شوې ده.