د ایریل شیرون پر مړینه د نړۍ بیلابیلو مشرانو څرګندونې کړې دي

د اسراییل پخوانی پوځي جنرال او وزیراعظم ایریل شیرون پر مړینې د نړۍ بیلابیلو مشرانو خپل غبرګونونه ښودلي .

ایریل شیرون پرون د خالي په ورځ د پنځه اتیاو کالو په عمر کې د اوږدې ناروغۍ وروستو مړ شوی دی. هغه د تیرو اتو کالو راهیسې په کوما کې وو.

امریکايې ولسمشر بارک اوباما د یهودي ریاست لپاره د شیرون د هڅو یادونه کړي، او مرسیال ولسمشر جوباییډن به د ګل په ورځ د شیرون په اخري مراسمو کې د ګډون لپاره ځي.

جرمن چانسلري انګلا مرکل وییلي، ایریل شیرون یو اسراییلي محب وطن وو.

د اسراییل ښۍ لاسي حکومت د شیرون چې د پوځي حملو او په قبضه شوو سیمو د یهودي ابادکاریو لپاره یې کار کړی وو، خفګان ښودلی.

بلخوا د فلسطین حماس ډلې د شیرون د مرګ هرکلی کړې، او هغه یي د یو مجرم په توګه یاد کړی .