ترهګري د تعلیم په مرسته ختمول

د ورځپاڼې ليکنه وايی، د ترهګرۍ ضد پر دې پالېسۍ عملي کولو به اربونه روپۍ او د ټولنې لپاره د يوې ښې نتيجې په ورکولو کې به يې څو کالونه وخت ولګي.

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (دي ايکسپريس ټرېبيون) په ليکنه کې د پاکستان په مرکزي حکومت کې د مذهبي چارو د وزير د ورستيو څرګندونو په حواله ويل شوي چې حکومت په پام کې لري د ترهګرۍ ضد مبارزې د يوې برخې په توګه د هېواد په سکولونو کې ماشومانو ته عربي ژبه ورزده کړي.


ليکنه زياتوي، داسې اټکل کيږي چې ګنې د يو ماشوم، ورسته له دې چې د قران پاک ژبه يې ښه زده کړې وي، بې لارې کول به اسانه نه وي.

په ليکنه کې ويل شوي، هغه څوک چې د دې پالېسۍ پلويان دي، بايد په دې خبره ځان وپوهوي چې د افراطي ډلو اکثره غړي، په دې سربېره چې په عربي ژبه ښه عبور لري، د سخت دريځه فکر او عمل خاوندان دي.

د ليکنې له مخې، د يو تن لخوا د يوې ژبې زده کول د نړۍ په اړه د هغه پر نظرياتو کوم اغېز نه کوي.

ليکنه کاږي، له بده مرغه داسې نه ده چې د عربۍ ژبې زده کړې دې يو تن د دې جوګه کړي چې پر مذهبي کتابونو سم پوهه او ترې صحيح مطلب اخذ کړای شي.

پر دې سربېره، په سکولونو کې د عربۍ ژبې مضمون ښوولو لپاره به حکومت اړ وي چې زرګونه نوي استادان په نوکريو وګوماري او تربيه يې هم کړي.

د ورځپاڼې ليکنه وايی، د ترهګرۍ ضد پر دې پالېسۍ عملي کولو به اربونه روپۍ او د ټولنې لپاره د يوې ښې نتيجې په ورکولو کې به يې څو کالونه وخت ولګي.

ليکنه په ۲۰۱۲ م کال کې شوې د يوې سروی په حواله وايي چې د پاکستاني سکولونو د دريم ټولګي ماشومانو د ۷۵ نه واخلې تر ۸۰ في صده پورې په انګريزي ژبه ليکلې يوه جمله نه شي لوستای. ليکنه زياتوي، موږ نه شو کوالی پر دې ماشومانو د يوې بلې نوې ژبې زده کولو بوج واچوو.

ليکنه دغه راز وايي، دا اول ځل نه دی چې په سکولونو کې د عربۍ ژبې مضمون معرفي کولو خبرې کيږي. له دې مخکې هم داسې هڅې شوي او بايد پاليسي جوړونکي د هغو نتيجو ته يوه کتنه وکړي.

په ليکنه کې وړانديز شوی چې د پاکستان حکومت بايد د دې هېواد د سکولونو له موجوده درسي نصاب څخه هغه خبرې چې د يو مسلمان ماشوم په ذهن کې د نورو مذهبونو پر ضد نفرت ټوکوي، لرې کړي. د ليکوال په اند، له نصاب څخه بايد هغه شيان هم واېستل شي چې په ترڅ کې يې يو شمېر تاريخي حقيقتونه ناسم او غلط بيان شوي دي.