په کراچۍ کې چارواکي ادعا کوي چې بېګا شپه يې په ښار کې ۲۹ مشکوکه کسان د لټون عملياتو پر مهال نيولي دي.
د پوليسو مشر شاهد حيات له عملياتو وروسته رسنيو ته وویل چې د نیول شویو کسانو ټول ریکارډ له دوی سره شته دي، او د هغه په بنیان یې دغه مشکوک کسان نیولي دي.
په کراچۍ کې پروسږ کال د سیبټېمبر پر پنځمه نيټه د مجرمينو پر ضد عمليات پيل شوي دي چې لا هم دوام لری.
د مشال ريډيو د خبريال له مخې په کراچۍ کې تيره اونۍ د پوليسو مشر چودهری اسلم تر وژنې وروستو د پاکستان وزيرعظم ویلي ول، چې په ښار کې به عمليات د بشپړ امنيت تر قايمېدو پورې دوام لري.