د پنډۍ اېس اېس پي محمد مقبول د پاکستان سرکاري راډیو ته ویلي دا ځانمرګي برید وو چې پکې پنځه پوځيان او نور عام وګړي او د سکول ماشومان وژل شوي دي.
د پنډۍ ښار په ار اې بازار کې نن سهار یوې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۰ تنو وژلي او تر ۲۵ زیات کسان یې ژوبل کړي دي.
د پنډۍ اېس اېس پي محمد مقبول د پاکستان سرکاري راډیو ته ویلي دا ځانمرګی برید وو چې پکې پنځه پوځيان او نور عام وګړي او د سکول ماشومان وژل شوي دي.
د پېښې ځای په سمدستي توګه پوځ په خپله ولکه کې واخیسته، د ژغورنې عملیات یې شورو کړل او ځايي پولیسو، میډیا او د ژغورونو ولسي ادارو ته دغه ځایي ته د ورتللو اجازت نشته.
دوسله والو طالبانو ویاند شاهدالله شاهد مشال راډیو ته له نامالومه ځاییه په ټیلیفون د دې پېښې ذمه واري منلې ده.