په ننګرهار کې موټربم چاودنې دوه تنه پوليس ووژل

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد وايي، چې نن ( پنجشنبه) سهار شاوخوا اوه بجې د پچير اګام ولسوالۍ او قوماندانۍ د ودانيو تر منځ سرک باندې يوه ځانوژونکي په باروتو ډک موټر چولی چې له امله يې دوه تنه پوليس وژل شوي او ودانۍ يې زيانمنې کړي دي.