“ طالبان دې د جنک پر ځای د سولې لاره خپله کړي”

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پرويز خټک د وزيراعظم لخوا له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره جوړه کړل شوې کميټۍ د بشپړ اعتماد څرګندونه کړې ده.


د جمعې پر ورځ په پيښور کې له خبريالانو سره په خبرو کې پرويز خټک وويل :

((لومړی زه وزيراعظم ته مبارکې ورکوم چې اخر کار يې يو قدم پورته کړو، زموږ دا اميد دی چې دا مزاکراتي کميټي به کاميابيږي او که کامياب نه شوه نو بيا به سياسي ګوندونه او حکومت په ګډه څه پرېکړه کوي))

طالبانو د حکومت لخوا د سولې خبرو لپاره د کميټۍ جوړولو هرکلې کړې دی، خو دا يې هم ويلي دي چې د دوی هدف په هیواد کې د شريعت عملي دې که د جنګ د لاری وي او که د مزکراتو له لاری،

د سولې د کميټۍ يو غړي رستم شاه مومند پرون مشال راډیو ته وويل بايد چې طالبان باید د جنګ پر ځای سياسي لاره خپله کړي.