شازمه حلیم : ماشومتوب ښکلی وخت وي، خو ما په غربت کې تیر کړی

شازمه حلیم ، دپښتو ژبې ممثله ، ویانده او د خپرونو وړاندې کونکې


شازمه حلیم دراډیو ، تلویزون او سټیج ممثله ، ویانده او د خپرونو وړاندې کونکې ده. شازمه حلیم د تلویزون تر څنګ په پښتو فلمونو کې هم کار کړی دی. نوموړې چې د صوابۍ اوسیدونکې ده ، په اسلام اباد کې یې زدکړې کړي او د هنرونو سره یې د سکول د زمانې راهیسې شوق و.

شازمه حلیم د پښتوهغه هنرمندانو کې ده چې د ژوند ډیر سختې یی لیدلی خو هغه خپل هنر سره مینه کړې ده، هنر ته یی وخت ورکړی دی او نوم یې ګټلی دی.

شازمه حلیم دوه ماشومان لري او د خبریال او کارپوه عقیل یوسفزي میرمن ده. د مشال راډیو خبریال خالد خان د شازمه حلیم سره خبرې کړي چې لاندې یې اوریدلی شئ :


ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

شازمه حلیم / مشال مرکه