د پښتنو په سیمو کې د جګړو له تودېدو سره هجرې سړې شوې، خو دغو جګړو یوازې هجرې نه، بلکې د پښتنو د میلمه پالنې د دودونو بنسټونه یې ونړول، او د کورونو ورونه یې تاله ترغه کړل.
د نورو قامونو پشان پښتانه هم خپل یو کلتور او د ژوند د تېرولو خپهه یوه قاعده لري. پښتانه د هندوکش د غرونو په لمن کې د قبیلو په شکل کې اوسیږي، او د پښتونولۍ تر قاعدو لاندې د ژوند د هلو ځلو انتظام کوي. د پښتنو په کلتور کې ننګ و غیرت ، ښېګړه ، جرګه، هجره او جومات او نانواتی شامل دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ځینې څېړونکي په دې باور دي چې بد امنیو د پښتنو جرګې ړنګې کړلې، د جومات ورونه یې نیمکښ کړل، د هجرې لمن یې ورټوله کړله، او تیګه یې له پامه وغورځوله. ننواتی پاتې نه شو او پښتني چیغې ختمې شولې.
په افغانستان کې لیکوال غفور لیوال وایي، بد امنۍ د پښتنو پر کلتور ډېر بد اغېز کړی دی. د پښتنو مرکزونه لکه دېرې، هجرې او دغه ډول د جرګو مرکو ټغرونه ټول شول.
د پښتنو په سیمو کې د جګړو له تودېدو سره هجرې سړې شوې، خو دغو جګړو یوازې هجرې نه، بلکې د پښتنو د میلمه پالنې د دودونو بنسټونه یې ونړول، او د کورونو ورونه یې تاله ترغه کړل.
کارپوه عقیل یوسفزی وایي، د ترهګرو ډلو په اند چې تر څو د پښتنو کلتور په خپل شکل کې موجود وي تر هغې دوی خپل هدفونه نشي تر لاسه کولای.
عقیل یوسفزی وايي، د بدامنۍ له وجې د پښتنو په کلتور کې چیغه، تیږه، ننواتی، جرګه، هجره او ډېر څه په خپل شکل کې نه دي پاتې.
او د هجرو بندېدل او د کورونو د ورونو له تړلو سره د ترهګرو دا هڅه بریالۍ شوه چې د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي.
په پېښور کې لیکوال اباسین یوسفزی وایي، چې بدامنۍ پښتانه د کلتور او مذهب لخ پلوه ډېر متاثره کړي دي. نوموړی زیاتوي، پښتنو به پر چا لاس نه اوچتولو، چا ته یې زیان نه رسولو، خو په موجوده وخت کې دا هر څه په پښتني ټولنه کې اوس موجود دي. اباسین یوسفزی وایي، پکاره ده چې د پښتنو کلتور اثاثې خوندي وساتل شي.