معصومه حیات له پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره تعلق لري او د ګوند له هاغه فېصلې وروسته په هغو څو ښځينه غړیو کې شامله شوه چې د مېریټ پر بنیاد ورته د پارلماني استازیتوب جوګه وګرځول شوه.
د سروی نننۍ خپرونه مو د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړې معصومه حیات مېلمنه ده.
که څه هم معصومې هم د پروسږ کال مارچ میاشتې راهیسي په عملي توګه په سیاست کې قدم اېښی دی خو د هغې په خبره سیاست ورته له کورنۍ ورپاته دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
معصومه حیات له پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره تعلق لري او د ګوند له هاغه فېصلې وروسته په هغو څو ښځينه غړیو کې شامله شوه چې د مېریټ پر بنیاد ورته د پارلماني استازیتوب جوګه وګرځول شوه.
معصومه د بلوچستان له پښین سره تعلق لري. تعلیم ېې د کوټې له بلوچستان پوهنتونه حاصل کړ او د بي اېډ پس ېې ایم اېډ هم کړی دی.
معصومه وايي چې پر دریو خبرو امن، تعلیم او صحت ېې توجه ده او د دې هڅې کوي.
د سروی په اونیزه خپرونه کې مو له معصومې سره د هغې پر ژوند او کار خبرې کړې دي.
کوربنه: ملیحه امیر زاده