اتویشت کلنه (س) د مشال راډيو له لارې د ټولنې له مالدارو يا شتمنو خلکو څخه خواست کوي، چې ددې مرسته دي وکړي، تر څو د پاته عمر شپې ورځې يې څه په آرامه تېري شي.
د بلوچستان د لورالايي سیمې یوه اوسېدونکې مېرمن(س) له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ايډز په لاعلاجه مرض اخته ده. هغه وايي ؛دا ناروغي له خاونده ورته منتقل شوې، او خاوند يې وفات شوی دی؛. دا پښتنه د مشال راډيو له لارې د ټولنې له مالدارو خلکو خواست کوي، چې له دې سره دي مرسته وکړي، چې د ژوند پاتې شپې ورځې يې بې له ستونځو تېري شي.
د ورځې د غرمې وخت وو، چې د (س) له ورور سره د دوی له خټو جوړ شوي کور چې پرې زړه پرده ځړېده، ور ننوتم. د (س) پلار د ډاکترانو هغه ټولې پرچۍ راته ښکاره کړې، چې پرې لیکل شوي وو، دا اتویشت کلنه مېرمن د ايچ ايي وي ايډز په لاعلاجه رنځ اخته ده.
د (س) د پلار کور د بلوچستان په پښتون مېشتې لورالايي يا بوري سیمه کې دی. ددې په خبره لس کاله وړاندې يې د (ج ) په نامه له يوه ځوان سره واده وشو. خو تر واده یواځې دوه کاله وروسته يې خاوند وفات شو. هغې مشال راډيو ته وویل:
؛ زما د خاوند دا اتم کال دی، چې وفات شوی دی. کله چې زما خاوند وفات شو، نو زما پلار چې زما د وينې معاينه وکړه، نو زما هم همدغه بیماري وه. بيا يې کوټې ته ډاکتر ته يووړم. خو هلته راته ډاکترانو وویل چې کراچۍ ته به ځئ. بیا هلته لاړو، او ددې ناروغۍ علاج خو مې پېل کړ، خو نه مې اوس د دوايي وس شته، اونه هم د خوراک. نه مې د پلار دومره وس شته، چې ښه خوراک راته راوړي، نه مې هم د ليورو؛.
د (س) په خبره خاوند يې په خوارۍ پسې متحده عرب اماراتو ته تللی، چې هم هلته ناروغه شوی، او له هغه ځایه يې را اوټ کړ. دا وايي ؛دا پخپله بیماري نه پوهېږي، خو خلک ورته وايي چې ستا لوی مرض دی او ددې علاج هم تراوسه کېدلای نشي او نه بل واده کولای شي؛. د ايچ ايي وي ايډز دا ناروغه زیاتوي
؛ زما خاوند په دوبۍ کې وو، کله چې له دوبۍ بېرته راغی، نو دا ناروغي ورپوري شوې وه. دده په دې ناروغي کې زما له ده سره يو کال وشو. چې تر هغه وروسته بیا دی وفات شو. له هغه وروسته زه دا دی، ناسته يم، د مرګ انتظار کوم؛.
هغه يواځنۍ پښتنه نه ده، چې د ايچ ايي وي ايډز په ناروغۍ اخته ده. بلکې په کوټه کې د ايډز کنټرول پروګرام چارواکي وايي ؛ډېری داسې کورنۍ ښځې شته، چې په دې مرض اخته دي، او لا هم ددې ناروغۍ د نوم نه اخیستلو له وجې بې درملو د مرګ انتظار کوي.
اتویشت کلنه (س) د مشال راډيو له لارې د ټولنې له مالدارو يا شتمنو خلکو څخه خواست کوي، چې ددې مرسته دي وکړي، تر څو د پاته عمر شپې ورځې يې څه په آرامه تېري شي.