د امریکا د مالیې وزارت اعلان کړی دی چې د حقاني وسله والې شبکې د درو قوماندانانو شتمنۍ یې کنګل کړې دي.
د امریکا د مالیې وزارت اعلان کړی دی چې د حقاني وسله والې شبکې د درو قوماندانانو شتمنۍ یې کنګل کړې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالیې وزارت له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي، د حقاني شبکې سید الله جان، یحیا حقاني او محمد عمر ځدراڼ ټوله شتمني یې کنګل کړې ده.
په بیان کې سید الله جان د افغانستان شمالي زون یوه مهم قوماندان، یحیا د حقاني شبکې د پوځي او مالي مرستو او پروپیګنډې خپروونکي او ځدراڼ د شبکې له خوا د خوست والي په توګه پېژندل شوی دی. د امریکا په وینا، حقاني شبکه په شمالي وزیرستان کې پیاوړی مرکز لري.
امریکا په افغانستان کې پر بهرنیو او افغان ځواکونو د بریدونو لپاره دا ډله پړه بولي.