لورالايي: وسله والو دوه ښځې وژلې، یوه ژوبله


د لورالايي پولیسو یوه چارواکي شاه محمد مشال راډیو ته وویل، د ښار په بازار کې نن پر موټر سایکل سپرو وسله والو پر درو ښځو ډزې وکړې. د ده په خبره، په پېښه کې وژل شوې او ژوبله ښځه درېواړه په لورالايي کې کډوالې دي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.