دا اونۍ په مشال مرکه کې د خیبر پښتونخوا د صوبايي وزیر عنایت الله خان سره غږیدلي یو.
نوموړی د خیبر پښتونخوا د دیر د براول بنډي سیمې اوسیدونکی دی. عنایت الله خان په انګریزي ادبیاتو کې ماسټري اخیستې ده.
هغه تر دې وړاندې هم دخیبر پښتونخوا د کابینې وزیر پاتې شوی دی. نوموړی وايي د دولسم جماعت راهیسې سیاسي نړۍ ته داخل شوی دی.
ددوی کورنۍ له تیرو څو لسیزو راهیسې سیاسي وابستګي لري او د جماعت اسلامي سره یې تعلق دی. د عنایت الله خان سره د مشال راډیو د همکار خالدخان خبرې لاندې اوریدلای شئ :
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.