د افغانستان په روزګان کې په یوه ځانوژونکي برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.
پېښه پرون د سېشنبې پر ماښام د ولایت په مرکز ترینکوټ کې په یوه هوټل کې شوې ده. تر پېښې وروسته، د روزګان والي حاجي امیر محمد اخونزاده مشال راډیو ته وویل، په هوټل کې مساپر پراته ول.خو د ترینکوټ روغتون چارواکي وايي، دوی نهه مړي تر لاسه کړي دي.