یو امریکايي عدالت د یو ټیوب چارواکو ته امر کړی چې د مسلمانانو پرضد هغه فلم دې لرې کړي چې د خپریدو له وجې یې په اسلامي هیوادونو کې اړی ګړی رامنځ ته شوی و.
د سن فرانسیسکو د عدالت دغه پریکړه د یوې امریکايي اداکارې ( سینډي لي ګارشیا ) لخوا د درخواست پر اساس شوې.
نوموړې چې د Innocence of Muslims په نوم فلم کې یې کار کړی وايي، له هغې په فلم کې په دوکه کار اخیستل شوی دی، ځکه هغه نه پوهیده چې دا فلم د اسلام پرضد دی. په دغه فلم کې د کار کولو له وجې ګارشیا ته د مرګ ګواښونه شوي دي.