افتاب احمد خان شیر پاو وايي یوازې دډزبندۍ اعلان ستونزه نه هواروي

افتاب احمد خان شیر پاو

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیر پاو د اتوار په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل : د طالبانو له خوا په یو اړخیزه ډول د اوربند اعلان غوره ګام دی ، خو وړاندې به دا خبره هم کتل پکار وي چې ددې پریکړې پرمهال څه اخلاص هم شته او که نه ؟

نوموړي زیاته کړه : یوازې ډزبندي د ستونزې حل نه دی ، اوس به دا هم کتل پکار وي چې په دې باندې څنګه عمل او پر مختګ وشي ؟ نوموړي وویل که ترمنځه اخلاص موجود وي ، نو بیا خو دا ډیر مهم او مثبت ګام دی.

افتاب احمد خان شیر پاو دارنګه د حکومت د قومي سلامتۍ په کړنلارې باندې هم نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه چې پوځ وايي که پر دوی برید وشو ، نو دوی به ځوابي برید کوي ، خو دوی د مخکښو عملیاتو پالیسي نه لري. نوموړي وویل ، پر پوځ د بریدونو ځواب که پوځ ورکوي، نو پر ولسي خلکو د طالبانو د بریدونو ځواب به نو څوک ورکوي ؟

دپاکستان دکورنیو چارو پخواني وزیر په خپلو څرګندونو کې په پښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف د کارکنانو لخوا د ناټو د سپلايي د لارو پر بندولو هم نیوکه وکړه او ویې ویل : د عدالتي فیصلې د مخې ته راتلو نه پس باید داهم وکتل شي چې ددې له وجې د صوبې اقتصاد ته څومره تاوان ورسیدلو ؟

افتاب شیر پاو داهم وویل چې ترهګري هیڅ ډول پوله نه لري ، او په داسې حال کې چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه په وتو دي، پاکستان له یوه داسې پالیسۍ باندې عمل کول پکار دي چې دټولې سیمې امن ورسره باوري شي.