وسله والې ډلې مجرمانې ډلې ګرځېدلي دي

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ناصر دراني او د کورنيو چارو سېکرټري اختر علي شاه د تيرې دوشنبې پر ورځ صوبايي حکومت او اپوزيشن مشرانو ته په يو مالوماتي غونډه کې ويلي چې په ياده صوبه کې ۳۹ وسله والې ډلې فعاله دي.

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ناصر دراني او د کورنيو چارو سېکرټري اختر علي شاه د تيرې دوشنبې پر ورځ صوبايي حکومت او اپوزيشن مشرانو ته په يو مالوماتي غونډه کې ويلي چې په ياده صوبه کې ۳۹ وسله والې ډلې فعاله دي او بلخوا ۲۰ داسي ډلې شتون لري چې د پاکستاني طالبانو په نامه مجرمانه فعاليتونه تر سره کوي چې شوکه او د پيسو لپاره سړي تښتونه يې د ذکر وړ دي.


د وسله والو ډلو لخوا چې مې د دا ډول مجرمانه فعاليتونو د تر سره کولو د اسبابو په اړه په پېښور کې د ټولنيزو او سياسي چارو له کارپوه پروفېسر خادم حسېن څخه وپوښتل نو نوموړي وويل چې د خپل جنګي اقتصاد د پرمخ بېولو لپاره وسله والې ډلې کلنګ اخستل، د ګاډو غلا کول، او د خلکو د تښتولو تر څنګ يو شمېر داسي نور کارونه هم تر سره کوي چې دوی په سمدستي ډول پيسې لاس ته راوړي. نوموړی زياتوي، د همدې مقصد لپاره وسله والې ډلې او مافيا ډلې له يو بل سره ګډې شي.

((داسي وشي چې د مافيا خلک يا جرايم پېشه خلک د جهاد مفکوره استعمال کړي او خپل هغه عمل چې د قانون په ضد وي، هغه ته يو شرعي رنګ ورکړي. دا دواړه په مشاهده کې راغلي دي چې ځينې د مافيا غړي د جهادي تنظيمونو سره ملګري شي او ځينې د جهادي تنظيمونو غړي د مافيا سره ملګري شي.))

په خېبر پښتونخوا کې که څه هم له ډېره وخته د تشدد کاواياني تر سره کيږي خو د پيسو پر سر د تاجرانو او ډاکټرانو د تښتونې پيښې په دا وروستيو کې زياتي شوي دي. دا چې د دې د مخنيوي لپاره صوبايي حکومت څه ډول تګلاره خپله کړې ده؟ صوبايي وزير محمد عاطف وايي، پوليسو د پلټنې عمليات پېل کړي دي تر څو د يو ناوړه پيښې تر رامنځ ته کېدو وړاندې د هغه مخنيوی وشي.

((د دې پر ځای چې پر موږ حمله کيږي او د هغې نه پس موږ اقدام کوو، د دې لپاره پوليس پوره سرچ آپرېشن [د پلټنې عمليات] شروع کړي دي. د دې سره سره جاسوسي جال پراخوو او مظبوطوو. بلخوا مخکې د دهشتګردۍ ضد محکمه نه وه، انشاءالله ډېر ژر به د هغه افتتاح هم وکو.))

د پاکستان په بېلا بيلو ښارونو او په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو فعاليتونو له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېر زيات مالي زيانونه هم شوي دي. دا چې د وسله والو ډلو لخوا د مجرمانه فعاليتونو د تر سره کولو په بدل کې د ولس څه ډول غبرګون رامنځ ته کېدای شي؟ پروفېسر خادم حسېن وايي، وسله والې ډلې د رياست د کمزوري کېدو تر څنګ د ټولنې مشران او هغه اقدار له مېنځه وړي چې ټولنه پر را يوځای کېدای شي.

((چې څومره وسله والې ډلې دي او د جهاد د مفکورې لاندې په وجود کې راغلي دي، هغوی پر درې څيزونو باندې په يو وخت ګوزار کوي. يو خو سماج [ټولنه] کې هغه ټول خلک وژني چې هغوی ته مشران ويل کيږي او اثر لري. دوهم ګوزار يې پر کلتور وي. د ثقافت يا کلتور پر هغو څيزونو ګوزار کوي پر کوم چې خلک راټوليږي. د خلکو د راغونډېدو څومره څيزونه چې وي، که هغه موسيقي ده، که هغه ژبه ده، که هغه بل څه دي، پر هغه باندې ګوزار کوي چې په هغه سره د راغونډېدو عمل متاثره شي. دريم پر رياستي ادارو ګوزار کوي او رياستي ادارې پر شا کول غواړي.))

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت او اپوزيشن مشرانو ته د پوليس لخوا په داسي حال کې د راتلونکې سټراټيجي په اړه مالومات ورکړل شوي چې تحريک طالبان پاکستان د يوې مياشتې لپاره د اوربند اعلان کړی خو بيا هم د ځينو وسله والو ډلو لخوا د تشدد پيښې رامنځ ته شوي دي.