کراچۍ: د سیند صوبې په ترپارکر ضلع کې د وچکالۍ له امله د سېمې استوګن د خوراک د کمي او یو شمیر نورو ستونزو سره مخ دي . په یاده سېمه کې د سوکړې له کبله د سېمې خلک او په تېره بیا امیدوارې ښځې او د تي ماشومان په نارغیو اخته شوي دي.
د سیند صوبې اعلا وزیر سید قایم عليشا تېره ورځ د یادې ضلعې د دورې په موقع ویلي په تېرو دوو میاشتو کې د سېمې ۶۰ ماشومان د بیلا بیلو نارغیو له امله مړه شوي دي.
د سیند صوبې د خوراک وزیرجام مهتاب وایي ترپارکر ضلعه یې افت زده ګرځولی او دغلته یې غنم او نور خوارکي توکي رسولي دي.
''موږ سیمې ته د غنمو ۶۰ زره بورۍ استولي دي،دا به د سېمې په خلکو ویشل کیږي، دغلته په ماشومانو کې چې کومې ناروغۍ موندل شوي دي نو هغه د پروټینو د کمي له وجې مخې ته راغلي دي''
نوموړي زیاته کړه سېمې ته د غنمو لیږدول شوې رسد په بیړنیو حالاتو کې د یو لاک او پنځه اویا زره اغیزمنو شویو کورنیو لپاره کافي دی ، او د اړتیا مطابق به دغلته نورې مرستې هم ورسول شي.
د ترپارکر ضلعې د مرکزي سېمې میټي د سیول هسپتال مشر ډاکټر جواهر لال نن (جمعه) سهر مشال ریډیو ته ویلي په تېرو دوو میاشتو کې دغې هسپتال ته ۳۶۹ ماشومان د درملنې لپاره وروړل شوي دي چې ځینو ماشومانو په هسپتال کې ساه ورکړې ده.
"داکتر جواهر لال وایي هسپتال ته په یو شمیر نارغیو اخته ماشومان راوړل کیږي او په دې کې ځینې ماشومان مړه شوي هم دي . د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ ماشومان او د فرورۍ په میاشت کې ۳۲ ماشومان زموږ په هسپتال کې مړه شوي دي دا هغه ماشومان دي چې عمرونه یې د پنځه کلونو څخه کم دي"
ځایي رسنۍ د سېمې د خلکو له خلې وایي د نارغیو له کبله دغلته د مړو شویو ماشومانو شمېره تر سلو زیاته ده.
د سېمې خلک زیاتوي د یادې ضلعې خلک د قحط په څېر صورتحال سره مخ دي ،په سېمه کې د تېرو څو میاشتو راهسې د مختلفو نارغیو له امله ګڼ شمیر څاروي او مرغان مړه شوي دي او له اغیزمنو سېمو څخه خلکو نورو سېمو ته ګډې کول شورو کړي دي.
د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري سیند حکومت ته هدایات کړي چې د تر پارکر ضلعې د اغیزمنو شویو سېمو دپاره دې زر تر زره د چټکې ژغورنې کارونه شورو کړي ، نوموړي ددغو کارونو د څارنې د کمیټۍ د جوړولو هم ویلي دي.
ترپارکر د سیند صوبې د هندوستان سره په پوله لېرې پرته ضلعه ده . د سیند حکومت د شمېرې له مخې په یاده ضلعه کې ۱۳ لاکه خلک اوسیږي .