یو کال پوره شو خو پاکستان چیکۍ نجونه خوشې نه کړای شوې

دا د دوو چیکۍ نجونو له هغې ویډیو اخیستل شوی انځور دی چې تېر کال په اپرېل کې خپره شوې وه. د انځور شا ته عافیه صدیقي ښودل کېږي.

کوټه - د پاکستاني بلوچستان په نوکنډي سیمه کې د ایران او افغانستان له پولې سره څېرمه په ۱۳م مارچ ۲۰۱۳ عیسوي کال کې د چيک جمهوريت دوه سېلانۍ نجونې نامالومه وسله والو تښتولې وې. د پنجشنبې پر ورځ د دوی يو کال پوره شو، خو پاکستاني چارواکي لا هم بریالي شوي نه دي، چې تښتول شوې چيکۍ سیلاني نجونې د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشې کړي.


که څه هم د دوی د تښتولو مسوولیت لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی، خو د دوی تر تښتولو څو مياشتې وروسته يوه داسې ويډيو خپره شوه، چې په کې همدا دوه تښتول شوې سیلانياني هانا همپالووا او انتوني خراستيڅکا چې پړوني يې پر سر ول، له خپل هيواده او امریکا څخه خواست کاوه، چې په امریکا کې بندي پاکستاني ساينس پوهه ډاکتره عافيه صديقي دې خوشې کړي، چې د دوی تښتوونکي دوی ازادې کړي.

((نن د اپريل پر شپاړسمه او په امریکا کې د بوسټن تر بمي چاودونو يوه ورځ وروسته موږ خواست کوو، زموږ کورنيو ته، زموږ ولسمشر او اروپايي ټولنې ته چې زموږ له تښتوونکو سره پوره پوره د بشردوستۍ په اساس مرسته وکړي چې ډاکتره عافيې صديقي خوشې کړي. له نړيوالې ټولنې او خصوصاً له امريکا غوښتنه کوو چې مذهبي تقدساتو او ټولنيزو حقوقو ته په پام سره د مسلمانو ښځو حقوق خوندي کړي. ځکه چې له مسلمانو ښځو سره هم دې بې انصافۍ موږ دې بد حال ته راوستوو. چې د مسلمانانو ټوله ميلمه پالنه په هر ځاي کې زموږ په ضد شوه. زموږ صحت ښه دی، خو ژوند مو په خطر کې دی.))

که څه هم په دې ویډيو کې د دې تښتول شويو نجونو د خوشي کېدو په بدل کې د ډاکترې عافيه صديقي د خوشي کېدو غوښتنه شوې وه، خو په ټوله ويډيو کې د دې هيڅ ذکر نه وو، چې تښتوونکي څوک او له کومې ډلې سره يې تعلق دی.

له دې سره چې د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان صوبايي حکومت په بیا بیا ویلي، چې د تښتول شويو نجونو د خوشي کولو لپاره به جدي ګامونه پورته کوي، خو دا چې ولې تر يو کال تېرېدو وروسته هم دوی راخوشې نه شوې، د بلوچستان د کورنیو چارو سیکرټري اسد ګیلاني يې په ځواب کې وویل:

((موږ ته احساس شته، چې د دوی په مور پلار او کورنۍ باندې دا يو مشکل وخت دی. په تښتول شويو نجونو هم دا يو سخت وخت دی. زموږ پر دې لا هم نظر شته، او عملیات مو هم کړي دي. د بلوچستان صوبايي حکومت له مرکزي حکومت سره په ګډه د قبایلو له لارې او د استخباراتو، پوځ او ملېشه ځواکونو له سرچينو څخه چې څومره هم مالومات موږ ته را رسېدلي، موږ هغه پسې پلټلي دي. لاکن له بده مرغه دا وخت له موږ سره هيڅ نوی خبر نشته.))

د کورنيو چارو سیکرټري د مشال راډيو له لارې د تښتول شويو چيکۍ سېلانۍ نجونو کورنيو ته باور ورکړ، چې کله هم دوی ته د تښتول شويو نجونو په اړه کوم استخباراتي مالومات ورکړل شول، نو دوی به يې د خوشي کولو لپاره هر قدم پورته کړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو د سیکرېټري خبرې یوې خوا ته، خو بل لور ته ځيني استخباراتي سرچينو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته دا ادعا کړې، چې تښتول شوې چيکۍ نجونې تښتوونکو د پولې ها غاړې ته د افغانستان هېلمند ولايت ته اړولې دي.

د ویلو وړ ده چې د چيک جمهوريت دا دوې سېلانۍ نجونې هانا همپالووا او انتوني خراستيڅکا له ایرانه کوټې ته په یوه مساپر بس کې پر لاره وې، چې نامالومه وسله والو له بس څخه ښکته کړې، او د لیویزو له يوه محافظ سره يې تښتولې وې. د لیویزو دا محافظ بیا تښتوونکو څو ساعته وروسته خوشې کړ، خو د چيکۍ نجونو برخلیک تر يو کال تېرېدو وروسته هم څرګند نه دی.