د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، که د طالبانو لپاره په خیبر پښتونخوا کې دفتر جوړېدای شي نو بیا له دې وسله والو سره د حکومت جګړه د څه خبرې ده؟
د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، که د طالبانو لپاره په خیبر پښتونخوا کې دفتر جوړېدای شي نو بیا له دې وسله والو سره د حکومت جګړه د څه خبرې ده؟
دا خبره نوموړي د زیارت پر ورځ، په اسماعیل خان ډېرې کې له خبریالانو سره د خبرو پر وخت وکړه. ده وویل، له طالبانو سره د جوړ جاړي په عمل کې قبایلي جرګه زیاته موثره ده.
د مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې پر داسې وخت مخې ته راغلې دي چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر شوکت یوسفزي یو ځل بیا وویل چې د دوی حکومت طالبانو ته د دفتر په پرانیستو کې مشکل نه لري.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.