د مسلم لیګ ن وزیران به د بلوچستان حکومت پرېږدي

کوټه: د ن لیګ صوبايي مشر نواب ثناء الله زهري خبريالانو سره د خبرو پر مهال.۱۶م مارچ۲۰۱۴

په پاکستان او بلوچستان کې واکمن مسلم لیګ ن ګوند وايي، که يې د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ غوښتنې ونه مني، نو به د حکومتي څوکيو پر ځای په اپوزیسيون کې کښېني

په پاکستان او بلوچستان کې واکمن مسلم لیګ ن ګوند وايي، که يې د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ غوښتنې ونه مني، نو به د حکومتي څوکيو پر ځای په اپوزیسيون کې کښېني، او ټول وزیران به يې استعفاوې ورکړي.


د ن لیګ د صوبې مشر نواب ثناء الله زهری چې له تېري يوه نيمې مياشتې راهیسې له کوټې بهر وو، له راتګ سره سم يې د کوټې په هوايي ډګر له رسنيو سره همدا خبرې وکړې. زهری وايي، دده د ګوند ټولو صوبايي وزیرانو څو اوونۍ له مخه لا له ده سره له وزارتو استعفاوې جمع کړي دي، چې اخري پرېکړه به يې بیا هم له ملګرو سره تر سلا مشورو وروسته کېږي.

؛ ټولو ماته خپلې استعغاوې راکړې دي. او ما له ځان سره ايښې دي. تر اوسه مې مخته نه دي لېږلې. ځکه چې لا هم په دې اړه ځانګړې غونډه زموږ له وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ سره شوې نه ده. تر خپله وسه به زما دا هڅه وي، چې زموږ دا اتحادي حکومت همداسې پاته شي؛.

ثناء الله زهري له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه، د دوی ګوند په دې صوبه کې د وزیراعلی د څوکۍ قرباني ورکړې، نو اوس بايد اتحادي ګوندونه په خاصه توګه د ډاکتر مالک ګوند د دوی د کارکنانو او وزیرانو هم هغسې خیال وساتي. زهري که څه هم په بیا بیا د نوي حکومت له جوړولو انکار وکړ، خو بیا بیا يې دې ته هم اشاره کول، چې د بلوچستان په اسمبلۍ کې د مسلم لیګ ن تر ټولو زیاتې څوکۍ دي. او ان تردې يې لا وویل، چې که وغواړي، نو نن هم له پښتونخوا او نیشنل ګوند پرته بل نوی حکومت جوړولای شي.

''اوس هم که موږ وغواړو، نو حکومت جوړولای شو، لاکن د ميا نواز شریف په خوله موږ د وزیراعلی څوکۍ هغه ګوند ته ورکړه، چې يواځې لس څوکۍ يې درلودې. اوس هم موږ غواړو چې کوم اتحادي حکومت موږ جوړ کړی وو، بايد همداسې واوسي. لاکن ټک له يوه لاسه نه خېژي''

نواب ثناء الله زهري وویل، دوي تر حکومت جوړولو له مخه په مري کې ځينې ژمنې کړې وې، چې تر اوسه پورې دوی په هم هغو ژمنو ولاړ دي، خو که د ده په خبره د دوی غوښتنې ونه منل شوې، نو بیا به د راتلونکي پرېکړه د ګوند له مشرانو او غړيو سره په ګډه کوي. په بلوچستان کې د مسلم لیګ ن وزیران او کارکنانو وايي، چې وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ يواځې او يواځې د خپل ګوند د وزیرانو او کارکنانو کارونه کوي، او د دوی د ګوند لپاره هېڅ وخت نه لري. او غوښتنه يې دا ده، چې هغومره وخت او کار دي د دوی ګوند هم ځانګړی کړي، څومره چې خپل ګوند او پښتونخوا ګوند ته ورکوي.

هلته د وزیراعلی بلوچستان ډاکتر عبدالمالک بلوڅ ځيني نيژدې سرچينو مشال راډیو ته د ږغ او نوم نه خپرولو په شرط د مسلم لیګ ګوند دا تورونه ناسم وبلل، او زیاته يې کړه، تر کومه وخته چې د پاکستان د وزیراعظم میا نواز شریف خوښه وي، تر هغه به په صوبه کې بل حکومت جوړ نه شي.