انار کلي وايي، د افغان مېرمنو په باب عمومي نظر ډېر مثبت شوی

د بشري حقونو فعاله انارکلي هنریاله

په سروۍ خپرونه کې راسره دا اونۍ په افغانستان کې سناتوره (سېنېټره) او د بشري حقونو فعاله انارکلي هنریاله ده.

د افغانستان بشري حقونو فعاله انارکلي هنریاله لږکۍ سیک افغانه ده چې د دې په خبره د طالب رژیم پر مهال یې غوښت د خپلو افغانانو بشري مرستې وکړي خو هغوی پرېنښودله.


دا وايي، تل یې د ارمان دی چې افغانستان د سولې کور شي چې ولسونه یې نه یوازې په امن کې ژوند وکړي بلکې د پرمختګ پر لور روان شي.

د سروې خپرونه کې انار کلي د مشال راډيو له همکارې انیسه اجمل سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې اوس په افغانستان کې د ښځو په باب تر ټولو مثبت سوچ دا رامنځ ته شوی چې هغوی افغان مېرمنې په خپل کار کې مخلصې بولي.

انار کلي څو کاله وړاندې د ازادۍ راډيو له لوري د کال غوره شخصیت هم نومول شوې وه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

انار کلي وايي، د افغان مېرمنو په باب عمومي نظر ډېر مثبت شوی