د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر له خوا مشال راډيو ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د سېشنبې پر ورځ د دغه ولايت د الینګار ولسوالۍ د نورلام دره کې ولسي وګړو د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ د وسله والو په ضد پاڅون وکړو چې د عملياتو په نتیجه کې يې د مشهور قوماندان عمري په ګډون شپږ تنه وسله وال وژلي او څلور تنه يې ټپيان کړي دی.
خبرپاڼه زياتوي:ياد عمليات چې تر ماخوستنه يې دوام لرلو، د ملي اردو دوه تنه سرتيري په کې وژل شوي او يو تن ملي پوليس په کې ژوبل شوی دی.