په جینیوا کې د اوکراین بحران هواري په اړه خبرې روانې دي

په جینیوا کې د امریکا، روسیې، اوکراین او د اروپايي ټولنې لوړپوړو چارواکو تر منځ د اوکراین بحران پای ته رسولو په موخه خبرې روانې دي.


په غونډه کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف، د ده اوکراینی او امریکايي سیالان اندرې دېشېڅیا او جان کیري او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د تګلارې مشره کیترین اشټن برخه اخلي. جینیوا ته په رسېدو د اوکراین د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر اندرې دېشېڅیا وویل، دی به له مسکوه غوښتنه کوي چې د ده په هېواد کې د ((ترهګرو فعالیتونو)) ملاتړ ختم کړي او له پولې خپل پوځیان په شا کړي.

ناټو واييي، له اوکراین سره پر پوله شاوخوا ۴۰۰۰۰ روسي سرتېري ځای پر ځای کړل شوي دي. دېشېڅیا وویل، کیف غواړي چې له مسکو سره خبرې وکړي خو ټینګار یې وکړ چې روسیه دا حق نه لري چې اوکراین ته د هېواد د چلولو لار وښيي.

په جینیوا کې دا غونډه پر داسې وخت کېږي چې د اوکراین په ختیځ کې په یو شمېر ښارونو کې روسي پلوه بیلتونپالي مضبوطېږي. نن د روسیې ولسمشر ولامیر پوټین د خبري غونډې پر وخت دا دعوې ((بې ځایه)) وبللې چې ګواکې روسي سرتېري یا پټ جاسوسان د اوکراین په ناارامۍ کې لاس لري.