په پېښور کې له کورمې او اورکزو بې کوره شوي خلک وايي، دوی تر ورځو ورځو د خوړو تر لاسه کولو لپاره انتظار کوي خو بیا یې هم نشي ترلاسه کولای.
د دوی په خبره په حاجي کیمپ کې دوی هره میاشت د خوړو تر لاسه کولو لپاره سخت مشکلات ګالي. یوه بې کوره شوي کس عبدالرشید نن مشال راډيو ته وویل، د مرستو وېشونکي او پولیس ورسره بده رویه کوي.
خو د نړیوالې مرستندویه ادارې (سېو دي چېلډرن فنډ) منتظم مشال راډیو ته وویل چې دوی له کډوالو سره ښه رویه کوي او دا چې هره میاشت ۱۵۰۰۰ کورنیو ته خواړه او د استعمال نور شیان ورکوي.