ولسمشر اوباما جنوبي کوریا ته ورسید

امریکايي ولسمشر باراک اوباما د اسیايي هېوادونو د یوې اوونۍ د سفر په دویم پړاو کې د جنوبي کوریا مرکز سول ته تللی دی.


هغه سول ته سفر پر داسې مهال کړی دی چې د شمالي کوریا اټومي پروګرام په اړه زیات کړکېچ موجود دی.

د چارشنبې (یا شورو) پر ورځ د جنوبي کوریا چارواکو باور ښودلی وو چې پیانګ یانګ څه وخت هم اټومي ازموینه کولای شي.

د جنوبي کوریا له ولسمشرې پک ګون هې سره تر لیدو وروسته به اوباما په کوریا کې له امریکايي سرتېرو سره ګوري او بیا به مالېزیا (یا ملاېشیا) ته ځي.

د پنجشنبې پر ورځ په ټوکیو کې اوباما او د جاپان وزیراعظم شېنزو ابې د دوه اړخیزه سوداګرۍ د معاملې په کولو کې پاتې راغلل او په یوه بیان کې یې وویل پر اختلافاتو سربېره په خبرو کې پرمختګ شوی دی.