افغانستان کې له مصیبت ځپلو سره د مرستو لپاره غونډه

د افغانستان د وزیرانو شورا، د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د دوشنبې پر ورځ يوه غونډه وکړه چې پکې د بدخشان، جوزجان، سرپل، بادغېس او سمنګان ولایتونو مصیبت ځپلو خلکو ته د مرستو د رسولو پر لارو چارو یې بحث وکړ.


د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي، غونډې ته د ولسمشردوهم مرستیال او د افغانستان په شمال کې د وروستیو طبیعي پيښو د کمیټې مشر محمد کریم خلیلې معلومات ورکړل.

د وزیرانو د شورا په غونډه کې افغان حکومت د یادو ولایتونو له مصیبت ځپلو او ژوبلو کسانو سره د سمدستي مرستو په مقصد د ۶۷ میلونو افغانیو نغدي مرسته او د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ مصیت ځپلو ته د ۴۰ میلونو افغانیو مرسته منظوره کړه.

له بلي خوا، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو خاص استازي یان کوبیش پرون د دوشنبې پر ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ کي وکتل او د بدخشان ولایت د آب باریک ولسوالۍ د ځمکې ښوئیدو په اړه یې د زیات شمیر کسانو پر مړینې اندیښنه څرګنده کړه.

کوبیش وویل، د افغانستان شمال ته د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام لري.