امریکا بیا له پاکستانه د حقاني ډلې د ځپلو غوښتنه کړې ده

جلال الدین حقاني ( فایل فوټو )

د ډان ورځپاڼې پر ويب پاڼه خپرې شوې ليکنې کې راغلي، يو وخت و چې امريکا به له پاکستانه پرله پسې غوښتنې کولې چې په شمالي وزيرستان کې د حقاني ډلې پر ضد عمليات وکړي. خو د وخت له تېرېدو سره امريکا وپوهېده چې پاکستان يې پر دغو غوښتنو ځان کوڼ اچولی دی، او ځکه نو د دغو مطالبو له تکرارولو او پر پاکستان د لا زيات فشار راوړلو پاليسي يې پرېښوده.

د دې پر ځای امريکا زياته توجه له افغان طالبانو سره د سولې او جوړجاړۍ پر خبرو مرکوز کړه.

خو د ليکنې تر مخه، د امريکا مرستيال خارجه وزير ويليم برنز پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د دې هېواد حکومت ته يوارې بيا د حقاني ډلې د ځپلو په هدف د اقداماتو کولو خبره وکړه.

ليکنه زياتوي، د دې وجه ممکن دا وي چې په افغانستان کې د امنيتي او حکومتي چارو د انتقال مسئله يوه حساس پړاو ته داخله شوې، او دا چې امريکا اندېښمنه ده چې هسې نه حقاني ډله د دغې مهمې پروسې پر وړاندې د يوه خطر په توګه ودريږي.

که خبره هم داسې وه، نو د پاکستان حکومت، چې د ليکنې تر مخه، د حقاني ډلې تر شا ولاړ دی، به يوارې بيا په دغه معامله کې تر نويو فشارونو لاندې راشي.

خو ليکنه کاږي، چيرته چې خطر موجود وي، ورڅخه د وتلو يوه لاره هم اکثره وخت شتون لري.

پاکستان په تېرو وختونو کې په يوه او يا هم بله پلمه، د حقاني ډلې پر ضد د اقدام کولو د امريکا فشارونه يوې خوا ته واچول. پر يوې مسئلې د سترګو پټولو همدا پاليسي ده چې له پولې اخوا، د افغانستان په جګړه کې ښکېلو خواوو هم، کله لږه او کله ډېره کارولې ده.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، د پاکستان سيکوريټي اسټيبلشمنټ بايد اندېښمن واوسي چې که د تحريک طالبان پاکستان مشرتابه افغانستان ته ولاړه شي، نو عين ممکن ده چې له دغه ځايه د مرستو په تر لاسه کولو د پاکستان پر ضد جګړه پيل کړي.

په دغه صورت کې به د پاکستان قبايلي سيمې لا ډېرې ناارامې شي، چې اغېزې به يې هرو مرو د دې هېواد پر نورو برخو هم وشي.

د ليکنې په پای کې ويل شوي، د پولې دواړو خواوو ته د ترهګرۍ پر کېدونکيو پېښو او د دې پر لاملونو بايد له نوي سره غور وشي. پاليسي جوړونکي بايد پر دې پوه وي چې پر قبايلي سيمو ډرون بريدونه کېدل څه وخت هم بيرته پيلېدای شي.