‘د ګوزڼ ضد څاڅکو اخېستو بغیر له پاکستان نه نشي وتلای’

د پاکستان حکومت له خپله هېواده بهر ته تلونکو کسانو ته غږ کړی چې د جون میاشیې له لومړۍ نېټې پس له یې د واکسین ضد څاڅکو اخیستو تصدیق پاڼه نه وي ښودلې نو بهر ته د تلو اجازه به نه ورکول کېږي.


دا خبره د نهې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د عامې روغتیا د وزارت او د صحت د نړیوالې ادارې لخوا په خپور شوي یو بیان کې شوې ده. د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې پاکستان د روغتیا د نړیوالو قوانینو سپارښتونو ته ژمن دی.

تر دې وړاندې د سېشنبې پر ورځ په قومي اسمبلۍ کې د پاکستان د صحت وزیر مملکت سایره افضل تارړ د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د خصوصي مهم د پیلولو قرارداد وړاندې کړ چې منظور شو.