طاهر افریدی وايي جرس مجلې پښتو ادب کې نوې دریڅه پرانیستلې

طاهر افریدی د مشال راډیو د خبریال خالد خان سره خبرې کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

طاهر افریدی / په مشال مرکه کې

طاهر افریدی د پښتو ژبې نامتو افسانه لیکونکی دی چې دا مهال یې عمر شپږ اویا کاله دی او نوموړی له تیرو پنځه پنځوسو کلونو راهیسې د پښتو ادب خدمت کوي.

طاهر افریدی د ادم خیل درې او سیدونکی دی او دا مهال په کراچۍ کې استوګنه لري. نوموړي څه مهال مخکې د کراچۍ نه د پښتو ژبې پیژندل شوې مجله جرس خپروله.

طاهر افریدي همدارنګه سفرنامې ، راپور تاژ او ناول هم لیکلي دي. د طاهر افریدي سره د مشال راډیو همکار خالدخان خبرې کړي دي چې لاندې یې اوریدلای شئ :