سیاسي ګوندونو په قبایلي سیمو کې د ۱۱ اصلاحاتو غوښتنه وکړه



نن «چارشنبه» د پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قامي وطن ګوند، جمیعت علمای اسلام (ف) او جماعت اسلامي په ګډون د ۱۰ سیاسي ګوندونو ګډې کمېټۍ په غونډه کې غوښتنه وشوه چې په قبایلي سیمو کې د امن راوستو ترڅنګ دې د پاکستان د ایین په ۲۴۷مې مادې کې بدلون هم وشي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو چې د یادې کمېټۍ مشر هم دی مشال راډيو ته وویل، چې په دې وخت کې اصلاحات ځکه هم ډېر اړین دي چې په افغانستان کې حالات بدلېږي او په کابل او نوي ډيلي کې نوي حکومتونه هم په جوړېدو دي.