په اورکزۍ ایجنسۍ کې د وسله والو او ځايي خلکو تر منځ په نښته کې پنځه تنه وژل شوي دي.
دا نښته د اورکزۍ په خرخوشته سیمه کې شوېده او په وژل شوو کې یو وسله وال ، یو امنیتي عسکر او درې ځايي کسان شامل دي.
د پولیټکل انتظامې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د پنجشنې په ورځ ناوخته په داسې وخت کې وشوه چې وسله والو د ځايي خلکو د تښتولو هڅه کوله.
وژل شوي درې واړه ځايي کسان له شعیه مسلک سره اړه لري. چا د دې برید پړه نه ده منلې.