د پاکستاني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې یوې غونډې په ملک کې د روانو حالاتو جاج اخیستی دی.
دا غونډه تير ماښام شوې چې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د بجټ وړاندیزونه له اجلاس سره شريک کړل.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشيد ، پټروليم وزير شاهد خاقان عباسي، د کورنیو چارو وزير چوهدري نثار على خان ، د پنجاب وزير اعلى او د خيبر پښتونخوا ګورنر ګډون کړی وو.
دا هغه وروسته ده چې د پاکستان د مالي کال ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ن کال بودیجه د سېشنبې په ورځ پارلمان ته وړاندې کړل شوه.