شوکت بابا چې ډیر خلک یې د څوکیدار بابا په نوم هم پیژني له شلونه زیات کلونه کیږي چې په پیښور ښار کې د ودانو او کورونو څوکیداري کوي.
شوکت بابا لا ماشوم و چې مور او پلار یې مړه شول او بیا به یې د کلي د خلقو څاروي څرول چې لږ لوی شو نو بیا د کلي د یو خان سره یې تر ډیره وخته پورې زمینداري کوله. چې د پیښور ورسک ډیم باندې کار پیل شو نو هلته یی دیاړي یعني د لاسو مزدوري کوله او ښې ډیرې پیسې یی جمع کړې.
بیا نوموړی د محنت مزدورۍ لپاره هندوستان ته هم تللې دی خو ورځ یی ښه بیا هم ښه شوې نه ده. نوموړی نن هم په پردي کور کې په کرایه اوسیږی ، چې څه تنخا اخلي هفه په خپله رنځوره ښځه مصرف کوي. نن په مشال مرکه زمونږ همکار خالدخان نوموړی میلمه کړې دی.دامرکه لاندې اوریدلی شئ:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.