د پاکستان په کراچۍ ښار کې د قبایلي سېمو سره تعلق لرونکي خلک وایي په شمالي وزیرستان کې له پوځي اپرېشن وروسته له خپل پلرني ټاټوبي کراچۍ ته ددوی تګ راتګ مشکل شوی دی، دوی زیاتوي کراچۍ ته د سفر پر مهال ځینې قبایل د پولیسو لخوا نیول شوي هم دي.
د مومندو اېجنسۍ د شمشا کلي اتیا کلن زرجان حاجي په کراچۍ کې د تېرو څو لسیزو راهسې استوګن دی، هغه د دې ښار په کورنګۍ سېمه کې کورونه، دوکانونه او جایداد لري، په دې ورستیو کې یې د کورنۍ ځینې غړي په یو غم کې د شریکیدو لپاره وطن ته تللي ول. هغوي بېرته کراچۍ ته په لار ول،چې د جون پر اتلسمه نېټه د دادو ضلعې پولیسو د تلاشۍ پر مهال دوی او ځینې نور پښتانه له ګاډي کوز کړي دي.
«زه له هغه وخت راهیسې په کراچۍ کې اوسیږم چې پاکستان لا جوړ شوی نه و، د پاکستان د جوړیدو په وخت زه پنځلس کلن وم، کشمیر چې جنګ راغلی دی ، هغه کې زما پلار او تره برخه اخیستې وه، اوس راته مسله دا ده چې زما زوی احسان الله له وطنه خپل ماشومان راوستل، له ده سره څلور واړه ماشومان، یو وراره، خپله ښځه، یوه لور او ورېندار وه ، ټول نهه کسان ول، دوی په دادو کې پولیسو له ګاړي ښکته کړي دي. شپږ، اووه نور کسان چې د مردان او صوابۍ دي هغوي یې هم له ګاډي کوز کړي دي»
حاجي زرجان زیاتوي له څو ساعتونو بند روسته یې ښځې او ماشومان پولیسو پرېښودلي خو د زوی او نمسي په ګډون یې د کورنۍ درې غړي د دادو په ضلعي زندان کې لا هم بند دي. نوموړی د دغو کسانو د خوشې کولو په موخه له کراچۍ دادو ته تلی و، خو له هغه ځایه ناکام راستون شوی دی.
«اول جېل ته لاړم چې لس بجې د ملاقات والا پولیس راغلل نو راته وویل چې ستا ملاقات نشي کېدلی، تاسو غیر ملکیان یاست، زه چرته کورټ [محکمې] کې یې غم وکړه، بیا کورټ ته لاړم، هلته مې وکیل ونیولو، خپل شناختي کارډ، د خپلې مېرمنې شناختي کارډ، د کراچۍ د کور بجلۍ او ګېسونه بلونه، د کور کاغذونه او ټول اسناد مې وکیل ته وسپارل، خو تراوسه مې زوی او نمسی نه دي راخلاص شوي»
د نیول شویو کسانو وکیل حکیم سانګي ایډوکیټ نن سهار«جمعې ورځ» مشال ریډیو ته وویل احسان الله او ځینې نور کسان پولیسو د بهرنیانو په شک کې نیولي دي، د هغه په خبره د دوی د شناختي کارډونو له تصدیق وروسته شاید په ورځ دوو کې د عدالت په حکم خوشي شي.
خو حاجي زرجان وایي د ده د کورنۍ له غړو سره د امنیتي ځواکونو سلوک ډېر دردولی دی.
«یره خدایې دې داسې شپې په هیچا نه راولي، هیڅ په هیڅه یې راسره ظلم وکړو، اینګوریانې مې په اردو ژبه هم نه پوهیږي،نمسي مې دومره ماشومان دي چې په غېږه کې د ګاړي نه ښکته کول او پورته غواړي، دې پولیسو هغه زنانه او ماشومان همداسې راولیږل او مشران یې ترې هلته زندانیان کړل، په کراچۍ او وطن دواړو کې د پښتنو سره ناروا کیږي. قبایل دوي ته مجرمان ښکاري، همدا قبایل دي چې د پاکستان فوځیان دي ، دوي په خپل ټوپک او کارتوسو او روپو د پاکستان لپاره جنګونه کړي او د دوي هره خبره یې منلې ده»
یاده دې وي په شمالي وزیرستان کې د فوځي عملیاتو روسته سیند حکومت د دغه ځایې په کډوالو ته د سیند صوبۍ په لور د نه راتلو ویلي دي ، سیند حکومت د کډوالو د مخنیوي په موخه ددې صوبې په اوباړو،شکارپور او دادو ضلعو کې د تالاشۍ پوستې زیاتي کړي دي او د خېبر پښتونخوا او قبایلي سېمو ځخه کراچۍ او د سیند صوبې نورو ښارونو ته د تلونکو ښاریانو ژورې پلټنې یې شورو کړي دي.