د یکشنبې ( اتوار ) په ورځ نا پيژندل شویو کسانو د خیبر پښټونخوا په کوهاټ سیمه کې د سپرلو په یو ګاډي ډزې کړي چې د پولیسو په وینا په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د کوهاټ د پولیسو د ادارې ویاند تنویر عاصم مشال راډیو ته وویل چې د سپرلو ډک ګاډی له کوهاټه باړې ته روان و چې ماسپښین مهال پرې وسله والو په ( مرايي زیړه ) سیمه کې ډزې وکړې.
د چارواکو په وینا په پېښه کې ژوبل شوي کسان د کوهاټ روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.
دپولیسو ویاند تنویر عاصم وايي دوی په سیمه کې پلټنې پیل کړي خو پر ګادي د ډزو کونکي یې نه دي نیولي. تر اوڅه چا د پېښې پړه هم نه ده قبوله کړې.
دپېښې ځای ته نږدې د خالي په ورځ پنځه مساپر وسله والو تښتولي وو.