'د پاکستان ساتنې قانون د بشري حقونو سرغړونې زیاتولای شي'

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (کمېسیون) ویلي دي چې د تحفظ پاکستان قانون نه یوازې د بشري حقونو سرغړونو ته لار هواروي بلکې له دې سره به په هغه هېواد کې د بشري حقونو خلاف ورزۍ زیاتې شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (کمېسیون) ویلي دي چې د تحفظ پاکستان قانون نه یوازې د بشري حقونو سرغړونو ته لار هواروي بلکې له دې سره به په هغه هېواد کې د بشري حقونو خلاف ورزۍ زیاتې شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کامران عارف: د پاکستان ساتنې قانون به د بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړي

دا خبره، د بشري حقونو کمېسیون شریک مشر کامران عارف نن له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وکړه.

د پاکستان د ساتنې قانون مسوده بېګا د هغه هېواد سېنېټ منظوره کړه.

کامران عارف وویل، پوځي عملیات د حکومت عملداري لپاره کېږي او که حکومت هغه قوانین ختم کړي چې ولس ته بشري حقونه ورکوي نو بیا د عملیاتو هېڅ ضرورت او اهمیت نه پاتې کېږي.

له نوموړي سره مې خبرې کړې دي او په پیل کې مې تر پوښتلي چې د بشري حقونو کمېشن د تحفظ پاکستان بل له سېنېټه منظورۍ ته څنګه ګوري؟

له کامران عارف سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ