بلوچستان:په تېرو درې نیمو کلونو کې تر۸۰۰ زیات مړي موندل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دبلوچستان کورنيو چارو وزارت مشال راډيو ته په ورکړل شوو مالوماتو کې ویلي،له۲۰۱۰م کال راهیسې په دغه صوبه کې تر۸۰۰دزیاتو کسانو مړي موندل شوي،چې تر څلورنيم سوه زیات بلوڅان او ۱۲۳ پښتانه دي.خو دتریتمو بلوڅانو لپاره غږ »وایس فار ميسينګ پرسنز» سازمان مشر ماما قدير بیا وايي،د دې مړیو شمېر تر یو زر زیات دی.