افغان چارواکي وايي د کابل د ارغندې چوک په سیمه کې له پرون شپې راهیسې اورلګیدنه پای ته رسېدلې.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي نن (شنبه) مشال راډیو ته وویل؛ دا اورلګیدنه د پرون (جمعې) شپې له لس نیمو بجو پیل او نن لس بجې پای ته ورسېده چې په نتیجه کې یې د تیلو نږدې ۴۰۰ ټانکرونه وسوځېدل.
ستانکزی وايي، کیدای شي په دې پيښه کې ځاني تلفات هم اوښتي وي خو تر اوسه یې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، یوه ډله یې ګمارلې څو د دې اورلګیدنې د لامل په اړه پلټنې وکړي.
له بلې خوا وسله والو طالبانو مشال راډيو ته په یوې رالیږل شوي اعلامیې کې ادعا کړې چې دوی د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر تمځای بريد کړی دی او یو شمیر کسان یې وژلي هم دي.